د تابعیت تذکره
په جرمني کې د افغانستان قونسلګری د تابعیت د تذکرې د صادرولو مرجع نه ده. د تذکرو غوښتوونکي یواځې د غیابی تذکرې د اخیستلو ځیني لومړني پړاوونه دلته په قونسلګری کې پیل کولای شي. د تذکرې هر غوښتوونکی باید د خپل د یوه اصولي خپلوانو د تذکرې کاپي له ځان سره ولري. د یادولو وړ ده چې دا پروسه وخت غواړي او په افغانستان کې اجرااتو پوری تړلې ده
:د غیابي تذکرې غوښتوونکي دې لاندې ټکو ته پام وکړي
- ،د ملاقات وخت: د غیابي تذکرې غوښتوونکی باید مخکې له دې چې جنرال قونسلگری ته راشي د ملاقات وخت ولري. د ملاقات وخت په آنلاین ډول د قونسلګری د ویبپاڼې څخه اخیستل کیږي. که چیرته مراجعه کوونکی د ملاقات وخت و نه لری
.نو قونسلګری ورته خدمات نه شي وړاندې کولای. د ملاقات د وخت اخیستلو لپاره دې پاڼې ته مراجعه وکړۍ
.قونسلګری ته راتګ: د غیابي تذکرې ټول درخواست کوونکي باید کنبرا کې د افغانستان قونسلګری ته مراجعه وکړي او لازم اسناد له ځان سره ولری
:لازم اسناد: ټول تقاضا کوونکي باید قونسلگری ته د راتګ په مهال ځان سره لاندې لازم اسناد ولري
د درخواستۍ فورمه: د غیابي تذکرې غوښتوونکی باید مربوطه فورمه ډکه کړي.فورمه له دې پاڼې څخه لاسته راوړلاي شي. د غیابي تذکرې غوښتوونکي ته دا ډیره مهمه ده چې د یو خپلوان یا ملګري نوم په فورمه کې ولیکي چې په
.افغانستان کې د ده استازیتوب وکړي او د غیابي تذکرې کارونه د ثبت او احوال نفوس د مرکزی ادارې سره تعقیب کړي
د اصولي خپلوانو تذکره: د تذکرې غوښتوونکی قونسلګری ته د راتګ پر مهال، باید د خپل د یو تن اصولي خپلوانو د تذکرې کاپي له ځان سره ولري (د تذکرې اصل ته اړتیا نشته). اصولي خپلوانو کې پلار، نیکه، ورور، خور، تره یا
.د تره زوی شاملیږي
.(عکس: د غیابي تذکرې غوښتوونکی باید پنځه قطعې عکسونه چې سایز یې ۴*۴.۳۰ سانتی متر وي د سپین شالید سره قونسلگری ته وسپاري (یو قطعه عکس سفارت کې او ۴ نور افغانستان کې پکاریږي
.محصول: قونسلگری د غیابي تذکرې د خدماتو د اجرا لپاره محصول نه اخلي
.پروسه: د تذکرې غوښتوونکی، په خپل ټاکل شوي وخت چې باید مخکې نه تعین شوی وي، سفارت ته راشي. ډکه شوې او امضا شوې فورمه د لازمو اسنادو سره سفارت ته تسلیم کړي. اسناد د قونسلګری له خوا څخه کتل کیږي.
که اسناد تکمیل وي، قونسلګری د ثبت او احوال نفوس ادارې ته یو مکتوب لیکي. قونسلګری د نوموړی مکتوب او نورو اسنادو الکترونیکي کاپي (سکَن ) د ایمیل په ذریعه د ثبت او احوال نفوس ادارې ته لیږي. په قونسلګری کې
.د غیابي تذکرې پروسه همدلته پای ته رسیږي او اړتیا نشته چې د قونسلګری سره موضوع تعقیب شي
د مکتوب او نورو اسنادو اصل، درخواست کوونکي ته تسلیمږي، او هغوی په دې مکلف دي چې دا اسناد کابل – افغانستان کې خپل هغه استازي ته واستوي چې په فورمه کې یې نوم لیکل شوی دی. د درخواست کوونکي استازی
کولای شي، د اسنادو د اصل د لاسته راوړلو وروسته، د غیابي تذکرې د اخیستنې پروسه افغانستان کې د ثبت او احوال نفوس د ادارې سره تعقیب کړي. د اسنادو د څیړنې وروسته، که چیرته شخص مستحق وګڼل شي، غیابي تذکره
.د ثبت او احوال نفوس د ادارې له خوا صادر او په افغانستان کې د درخواست کوونکي استازي ته تسلیمږي. نوموړی استازی کولای شي د پُست په ذریعه د تذکرې اصل د درخواست کوونکي په آدرس جرمني یا نوي زیلانډ ته ورولیږي
READY TO APPLY?
If you have read the information given above and are ready to apply, please download a Absentee Tazkira application form and book an online appointment, please note that if you are applying family, you need to book seperate appointments for each application